د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله سبا له پاکستان سره لوبه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.
د المپیک ملي کمېټې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بدن ښکلا او فټنس، سنوکر او د قوتالرمي ورزشکاران چې په نړۍوالو سیالیو کې یې مډالونه ګټلي وو، وستایل.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي، افغان لوبډلې د بنګلهدېش پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ کې ښې لوبې ونه کړې خو هڅه کوي په راتلونکو لوبو کې خپلو نيمګړتیاوو ته پاملرنه وکړي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه او په دې سره یې لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دوو دوستانه سیالیو ترسره کولو لپاره نن د تاجکستان پلازمېنې دوشنبه ته ولاړه.
اروزګان ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین له بنګلهدېش سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي.
د المپیک ملي کمېټې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د ایټياېف تکواندو ورزشکاران او د ووشو ملي فدراسیون جیتکاندو کمېټې د ازبکستان له سیالیو د سرو زرو دوه او د سپینو زرو څلور مډالراوړونکي وستایل.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله دوېیمه لوبه بنګلهدېش ته وبایلله. نننې لوبه چې د متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې…
د بلخ ولایت د غرختونکو فدراسیون وایي چې د دغه فدراسیون نههکسیزې ډلې وکولای شول د عليباتور غره تر ټولو لوړه څوکه فتح کړي.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي کمېټه وايي، د هېواد جیټکانډو کمېټې او د ووشو په ملي فدراسیون کې د ایټياېف تکواندو ورزشکارانو د ازبکستان په سیالیو کې شپږ د سرو او سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
دایکنډي کې ورزشي مسوولین وايي چې «د دایکنډي د والیبال کلپونو جام» په نوم سیالۍ پرون د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې پیل شوې.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس برخې ورزشکار حمید الله عمري د مالدیف نړۍوالو سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی دی.
د افغانستان ملي لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر نړۍوالو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده او نن د ویلز هېواد له لوبغاړي سره نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه کوي.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کیکبکسینګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په بامیان ولایت کې د رګبي سیالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدی او دغه راز په یادو سیالیو کې د هېواد د رګبي ملي لوبډلې لپاره ۱۲ غوره لوبغاړي هم وټاکل شول.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله دویمه لوبه له بنګلهدېش سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي وایي چې له یو ورځنیو نړۍوالو لوبو استعفا کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د ۲۰ ښوونځیو د زدهکوونکو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې ۲۲ ورځې مخکې پیل شوې وې، د «تمدن شمال» خصوصي لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د کیکبوکسینګ شپږ لوبغاړي د دې رشتې په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ایران ته لاړل.
د افغانستان د بېسبال فدراسیون وایي، د هېواد د بېسبال ملي لوبډله د عرب کلاسیک بېسبال سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته لاړه.
د کابل منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د کابل ښار د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالۍ ترسره شوې.