د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ؛ افغانستان سریلانکا ته ماته ورکړه
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه. په نننۍ لوبه کې سریلانکا…
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر ماته ورکړه. په نننۍ لوبه کې سریلانکا…
بنګلهدېش د کرکټ د شل اووریزو سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه بنګلهدېش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان لوبغاړو ښه پیل…
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې لوبغاړي د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې د څلورم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ سبا پیلېږي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه له عمان سره وکړي.
افغانستان د کرکټ درېیمه نړۍواله یوه ورځنۍ لوبه بنګلهدېش ته وبایلله او په دې سره افغان ملي لوبډلې د روانو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د کرکټ د درېيو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې درېیمه او وروستۍ لوبه سبا ترسره شي. دغه لوبې د بنګلهدېش په کوربهتوب ترسره کېږي چې د افغانستان…
د المپیک ملي کمېټه وايي، دوه افغان ورزشکاران د ټایلنډ په کوربهتوب د ځغاستې اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه نن دغه هېواد ته ولاړل.
د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوینالحق د زنګون په برخه کې د درد له امله د بنګلهدېش پر وړاندې له راتلونکو شل اوریزه لوبو بهر شوی دى.
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو لوبو مهالوېش اعلان شو چې له مخې به یې افغانستان له عمان، سریلانکا او بنګلهدېش سره سیالۍ ترسره کړي.
افغانستان له بنګلهدېش سره د کرکټ د درېيو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د راتلونکي پنځوس اوریز نړۍوالو سیالیو جام د سپټمبر په اوومه نېټه افغانستان ته راوړل کېږي.
په کابل کې د ۱۲ ولایتونو ورزشکارانو په ګډون د پانکریشن سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د میدانوردګو په سیداباد کې د څلورو ولایتونو د والیبال د ۹۰ ټیمونو ترمنځ اووه ورځنۍ سیالۍ د میدانوردګو په بریا پای ته ورسېدې.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د کرکټ درېيو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ سبا پیل شي.
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عثمان غني له لوبو لاس په سر شوی او د کرکټ بورډ له اوسنۍ ادارې سره يې پرېکون اعلان کړی دی.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې د ګډون په موخه شپږ افغان ورزشکاران نن دغه هېواد ته سفر کوي.