ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ایمرجېنګ لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

افغان ایمرجېنګ لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

author avatar
7 Jul 2023 - 22:28
افغان ایمرجېنګ لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه
author avatar
7 Jul 2023 - 22:28

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغان ابدالیان په نوم لوبډلې د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو له پیله مخکې په یوه تمریناتي یوه ورځنۍ لوبه کې د  بنګله‌دېش الف لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان ابدالیانو لومړۍ توپوهنه وکړه او د زبید اکبري د ۹۹، نورعلي ځدراڼ او لوبډلمشر شاهدالله کمال د ۴۲-۴۲ منډو پر مټ یې سیالې لوبډلې ته په ۴۰ اورونو کې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.

د دغه هدف په دفاع کې ابدالیانو خورا ښه توپ‌اچونه هم وکړه او سیاله لوبډله یې په ۱۳۲ منډو له ډګره بهر کړه. د ابدالیانو له لوري شرف‌الدین اشرف ۵، اظهارالحق نوید او بلال سمیع ۲-۲ او ابراهیم عبدالرحیمزي یوه وېکټي ترلاسه کړې.

د یادونې ده، دغه لوبې د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې د غوره چمتووالي په موخه ترسره کېږي چې د مهالوېش له مخې به دویمه لوبه د روانې میاشتې په ۹مه او درېیمه لوبه په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

[/restrict]

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.