اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): بنګلهدېش د کرکټ د شل اووریزو سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه بنګلهدېش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبغاړو ښه پیل ونه کړ، په ۵۰ منډو یې پنځه لوبغاړي وسوځېدل، حضرت ځاځي - چې له څه مودې وروسته یو ځل بیا چانس ورکړل شو - بیا سمه لوبه ونه کړه او ژر وسوځېد.
خو د پخواني لوبډلمشر محمدنبي د ښکلې پنځوسې او د عظمت عمرزي د تېزې لوبې له امله افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې بنګلهدېش ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان د توپوهنې په برخه کې محمدنبي په ۴۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې او عظمتالله عمرزي بیا څلور شپږیزې ووهلې، په ۱۸ توپونو یې ۳۳ منډې وکړې او تر نورو ښه وځلېد.
د بنګلهدېش لوبغاړو هم ښه پیل نه درلود؛ درې لوبغاړي یې ژر وسوځېدل، خو وروسته توحید هریدوي او شمیم حسین ډېره ښه لوبه وکړه او خپله لوبډله یې بریا ته نږدې کړه.
د لوبې په وروستي اوور کې بنګلهدېش ته د ګټلو لپاره شپږ منډې پکار وې او توپوهنې ته کریم جنت وغوښتل شو، پر لومړي توپ پرې څلوریزه ووهل شو، خو له هغه وروسته په درېیو پرلهپسې توپونو یې درې بنګلهدېشي لوبغاړي وسوځول او هیټرک یې ترسره کړ.
په وروستیو دوو توپونو دوه منډې پکار وې، خو بنګلهدېشي لوبغاړي په پنځم توپ بیا څلوریزه ووهله او دغه راز بنګلهدېش دغه هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.
د افغانستان نورو توپاچوونکو فضلالحق فاروقي، مجیبالرحمن، عظمتالله عمرزي، راشدخان او فرید ملک هم د بنګلهدېش یو یو لوبغاړی وسوځول.
د دغه سیریز دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لوبډله کې راشد خان (کپټان)، رحمنالله ګربز، حضرتالله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیبالله ځدراڼ، محمدنبي، کریم جنت، عظمتالله عمرزی، مجیبالرحمن، فضلالحق فاروقي او فرید ملک شامل وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










