د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه
سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په مالیزیا کې افغان سفیر د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره د دواړو هېوادونو د اړېکو د پراختیا، ظرفیت لوړونې او نورو روزنیزو پروګرامونو کې د افغانانو د ګډون په اړه خبرې کړې دي.
مسوولین وایي چې په کندوز او لوګر ولایتونو کې ۴۵ زره او ۵۰۰ کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پيل شوه.
اروزګان کې د قانوني پلي کېدو لپاره د دولتي ادارو ګډه کمېټه جوړه شوه او نن یې فعالیت پیل کړ.
اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د اوکراین بیارغونې لپاره دغه هېواد ته ۳۹ میلیارده ډالر پور ورکوي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د لومړي او دویم لاټ چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ د ترهلی سيمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او له حکومته د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې په مزار، تخار او جوزجان ولایتونو کې پر ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه د پالم ونو کرنیزو فارمونو جوړولو طرحه تایید او د مشرتابه مقام ته واستول شوه.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې «د هیلې کړکۍ» په نوم د نندارتونونو لپاره د ۶۵ غرفو لرونکی دایمي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته ولاړ.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا څه باندې ۴۰ زره عبوري الوتنې ترسره شوې او په وروستیو دوو میاشتو کې د دغو الوتنو شمېر ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، مولوي بدرالدین حقاني متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو څانګې ته وسپاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار څخه غوښتي څو د افغانستان د تاریخي اثارو لپاره د نندارتونونو جوړولو او افغان ځوانانو ته د روزنیزو سیمینارونو برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
د اروزګان – کندهار لویې لارې په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته اوس د اروزګان ځایي مسوولین وايي، د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست ویلي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او د هغو بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دغو دودونو څخه په استفادې د چا حق ورڅخه واخلي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د قومونو او کورنیو ترمنځ ۴۰۰ لویې او وړې دښمنۍ او شخړې هوارې شوې دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سوکوهنې ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د درېیم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وایي چې سږ کال به په افغانستان کې د ۱۹۰ لومړنيو ښوونځيو ودانۍ ورغوي.
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته ویلي، دغه غونډه د ا.ا د رسمیت پېژندنې په معنا نه وه، دغه کار په غړو هېوادونو پورې اړه لري خو نړۍ ته افغانان مهم دي چې باید بشري مرستې ورسره دوامداره شي.
د پکتيا د پاور لفټينګ فدراسيون مسوولين وايي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې د پاور ليفټينګ د ولايتي لوبډلې د ټاکلو لپاره د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ ټاکنيزې سيالۍ تر سره شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا دوهنیم زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمینه برابره شوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست کونړ ته د خپل سفر پر مهال له رسنیو سره خبرو کې وویل، اسعداباد کې ۲۰۰ بستریز روغتیایي کمپلېکس چې د تېر حکومت پر مهال یې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې وې چې ډېر ژر به بېرته پیل او بشپړې شي.