منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښځې

۹۸۹ راپورونه

راپورونه

دایکنډي کې یوه مېرمن چې د خپل عمر ډېر کلونه یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي  

په دايکنډي کې یوه مېرمن چې د دغه ولایت په مرکز کوچني ښار نیلي کې تر شنه اسمان لاندې ۱۸ کاله د نجونو زده‌کړو برخه کې یې خدمت کړی وايي، يوازينۍ موخه يې ټولنې او په ځانګړې توګه نجونو ته کار کول دي.

اروزګانۍ مېرمنې: د سیمکارتونو د پلور بندېدو له امله له ستونزو سره مخ يو

اروزګان مېشتې مېرمنې وایي، پر هغوی د سیمکارتونو پلور بند شوی چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، خو مسوولین وايي، له پلورنځيو غوښتل شوي چې ښځینه مشتریانو ته د بېلو ځايونو له جوړولو او د ښځينه کارکوونکو له ګومارلو وروسته دې پر هغوی سيمکارتونه وپلورل شي.

غړي

امریکا: د سرپرست حکومت له خوا د ښځینه فعالانو نیول د افغانستان ثبات کمزوری کوي

افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د سرپرست حکومت له خوا د بشري حقونو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د ښځو له خوا د خپلو حقونو په اړه غږ پورته کول، د دغه هېواد لپاره ګواښ نه دی.

غړي

د ویښتانو رنګ بدلول په کابل کې د نجونو او ښځو ترمنځ فېشن ګرځېدلی ‎

په کابل ښار کې د ویښتانو رنګ بدلول په داسې حال کې د ښځو او نجونو ترمنځ پر یو سینګار بدل شوی او یو شمېر نجونې د خپلو ویښتانو رنګ بدلولو لپاره ارایشګرانو ته تر ۲۰ زره افغانۍ ورکوي، چې د ویښتانو د یو بوتل باکفیته رنګ بیه ۱۲۰۰ افغانۍ ده. 

غړي

د کورنيو ځينې سرپرستانې د ژمي له راتګ مخکې د مرستې غوښتنه کوي

يو شمېر هغه ښځې د ژمي له رارسېدو مخکې د مرستې غوښتنه کوي چې د خپلو کورنيو سرپرستي ور تر غاړې ده او خپلو اولادونو ته د نفقې موندلو لپاره د کابل ښار په واټونو کې د لاس‌ګاډي په وسیله د ترکارۍ پلورلو په څېر درانه کارونه ترسره کوي.

نور راپورونه