Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرن ډیکر: پاکستان مېشتې افغانانې د خپلو حقونو ضمانت غواړي

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر مېرمن کرن ډیکر وایي، دوی د افغان ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب د ضمانت ملاتړ کوي.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د لړم په ۱۹مه، په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په پاکستان کې یې له یو شمېر افغانانو سره لیدلي دي.

هغې زیاته کړې: «هلته مې د افغان ښځو په سترګو کې د ستنېدو تنده یا اور ولید، دوی غوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي، خو وېره یې لرله چې په زوره به یې ودونه وشي، د کار او زده‌کړو مخه به یې ونیول شي.»

د امریکا د سفارت سرپرستې ویلي، دغو افغان مېرمنو د خپلو حقونو د خوندیتوب ضمانت غوښتلو او امریکا هم د دوی د دغې غوښتنې ملاتړ کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.