ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه ډله افغان ښځې سرپرست حکومت ته په لیک کې: زده‌کړې شرعي بشري حق دی؛ نجونې مه ترې ګرځوئ

یوه ډله افغان ښځې سرپرست حکومت ته په لیک کې: زده‌کړې شرعي بشري حق دی؛ نجونې مه ترې ګرځوئ

author avatar
24 Dec 2022 - 00:53
یوه ډله افغان ښځې سرپرست حکومت ته په لیک کې: زده‌کړې شرعي بشري حق دی؛ نجونې مه ترې ګرځوئ
author avatar
24 Dec 2022 - 00:53

اټلانټا (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډېدو پرېکړې غبرګون کې د افغان ښځو یوې ډلې د افغانستان سرپرست حکومت په نوم یو لیک استولی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

د «Together Stronger» په نوم د افغان ښځینه فعالانو یوې ډلې د مرغومي په ۲مه د افغانستان سرپرست حکومت په نوم د یادې پرېکړې په غبرګون کې یو لیک استولی دی.

په یاد لیک کې راغلي، اسلام د عدل او انصاف دین دی او د هر ډول تبعیض ضد دی، خو د سرپرست حکومت له کړنو څرګندېږي چې دا دیني اصل یې له پامه غورځولی دی.

سرچینې زیاته کړې، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو زده‌کړو پر وړاندې د خنډونو جوړولو په برخه کې چې د رسول اکرم صلی‌الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر ننه پورې یې سابقه نه درلوده، د بې عدالتۍ او تبعیض ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.

په لیک کې راغلي: «دا ښکاره او روښانه خبره ده چې زده‌کړې په مسلمان نر او ښځه باندې فرض دي، لکه څرنګه چې رسول اکرم صلی‌الله علیه وسلم فرمایي: «طلب‌العلم فریضة علی کل مسلم»؛ زده‌کړې د ځمکې پر سر د انساني رسالت یو له سترو اهدافو ګڼل کېږي.»

په دغه لیک کې یادونه شوې چې علم د بشر له اساسي او لومړنیو حقونو ګڼل کېږي، پرته له هغه د خپل ځان، خالق او د هغه د مخلوق پېژندنه ورته ممکنه نه ده. زده‌کړې په حقیقت کې د ټولو دیني او دنیوي حقوقو او واجباتو بنسټ او تهداب جوړوي، پرته له هغو دا نه شي عملي او ترلاسه کېدای، له دې کبله انسان د علم پر حاصلولو مکلف دی.

سرچینې ویلي، دا په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د بېلابېلو مذهبي، کلتوري او تخنیکي پلمو له مخې د افغان ښځو لپاره د زده‌کړو ساحې ورځ تر بلې محدودې کړې دي؛ لومړی یې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل، وروسته یې په نوي اقدام کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم و تړلې او افغان ملت، په ځانګړي ډول ښځو ته چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، د منلو وړ دلیل نه دی وړاندې کړی چې د هغوی د قناعت وړ وګرځي او راتلونکي ته یې ناوړې پایلې جبران کړای شي.

په لیک کې زیاته شوې، ټول شرعي نصوص چې د علم او ښوونې او روزنې په تړاو  راغلي، له شکه پرته نر او ښځې دواړو په کې شاملېږي، هيڅ دليل نشته چې ښځې دې له دې مستثنی وي، تر اوسه چا دا ادعا هم نه ده کړې چې دا شرعي نصوص یوازې تر نارینه وو پورې محدود شوي دي.

له بلې خوا، د نبوت، صحابه کرامو او تابعینو زمانې یاد نصوص په عملي ډول تفسیر او تشریح شوي چې د بحث لپاره په کې هیڅ ځای نه پاتې کېږي.

په لیک کې راغلي، د حضرت عایشې رضی الله عنها علمي شخصیت چې له ۲۰۰۰ څخه زیات احادیث یې روایت کړي او په مختلفو فقهي مسايلو کې یې فتواګاني صادرې کړې دي، د دې ادعا لوی ثبوت دی.

سرچینې زیاته کړې، د شرعي نصوصو له څېړنې، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، صحابه کرامو او تابعینو له عملي کړنو، د سترو اسلامي مذهبونو د مشرانو، پوهانو او علماوو له نظرونو دا ثابته شوې چې ښځه د نر په شان د یو مکلف انسان په توګه حقونه او مکلفیتونه لري او د انساني رسالت سترو دندو پر مخ بیوولو په خاطر علم ته اړتیا لري او پر زده‌کولو یې مکلفې دي.

په لیک کې یاده شوې، د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارت ډيټابیس له مخې، د هېواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د میلیونونو نارینه او ښځینه محصلینو د نومونو شتون د افغانستان د خلکو د دې غوښتنې او پرېکړې څرګندونه کوي.

په دغه لیک کې زیاته شوې، د افغانانو عامه غوښتنه دا ده چې ماشومان یې له شرعي معیارونو سره سم له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي، دوی ته د رڼا لار خلاصه شي او د جهالت له تیارو وژغورل شي؛ ځکه  ټولې اوسنۍ ستونزې له بې سوادۍ سرچینه اخلي.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړۍوالو ادارو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.

دغه راز د حکومت یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو پرې خواشیني څرګنده کړې او ډېرو افغانانو هم په ټولنیزو شبکو کې غندلې ده.

خو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره شپه ناوخته له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې د دغې پرېکړې لاملونه په ګوته کړل.

هغه وویل، په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو  زده‌کړو په ډګر کې منکرات موجود وو، له همدې امله یې پوهنتونونو کې د زده‌کړو ځنډلو پرېکړه وکړه.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.