ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ښځې وايي، په ولسوالیو کې دې د نسايي او ولادي برخې مجهر مرکزونه جوړ شي

د غور ښځې وايي، په ولسوالیو کې دې د نسايي او ولادي برخې مجهر مرکزونه جوړ شي

author avatar
18 Dec 2022 - 16:30
د غور ښځې وايي، په ولسوالیو کې دې د نسايي او ولادي برخې مجهر مرکزونه جوړ شي
author avatar
18 Dec 2022 - 16:30

فېروزکوه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په غور کې يو شمېر ښځې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په لرو سیمو کې د روغتيايي ځالو له جوړېدو هرکلی کوي، خو ترڅنګ یې وايي چې په ولسوالیو کې دې د نسايي او ولادي خدمتونو لپاره مجهز کلینیکونه جوړ شي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو‌ان‌اف‌پی‌ای) په مالي ملاتړ د غور ولایت په لرو سیمو کې د ښځو لپاره ۲۵ روغتیايي ځالې جوړې شوې دي.

په دې وروستیو کې «اهدا» موسسې، د غور د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د ۹ ولسوالیو په لرو سیمو کې د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي په موخه ۲۵ روغتیايي ځالې جوړې کړې دي.

د «روغتیايي پوستو» په مرکزونو کې چې یو بستر لري، یوه قابله مؤظفه ده څو خلکو ته نسايي او ولادي خدمتونه وړاندې کړي.

۲۷ کلنه ملکه چې د دوو اولادونو مور او د غور د دولینه ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د یادو مرکزونو جوړېدو د ستایلو ترڅنګ، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ۲۰ کاله د دغې ولسوالۍ ښځې د کلینیک او ښځینه ډاکټر نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ وې او مجبورې وې چې د درملنې لپاره ښار او یا هم هرات ولایت ته لاړې شي.

ملکې زیاته کړه، دوه ماشومان یې د ځايي دایو په مرسته زېږولي او یو ځل د زېږون پرمهال د زیاتې وینې بهېدنې له امله مجبوره شوه چې فېروزکوه ښار ته لاړه شي.

هغه وايي: «کله مې چې دویم ماشوم وزېږېد، ډېره خونریزې مې درلوده، وضعیت مې ډېر خراب شو، کلینیک او ښځینه ډاکتره نه وه چې درملنه مې وکړي، ژمی هم و، په ډېرې سختۍ سره مې ځان مرکزي روغتون ته ورسوله.»

ملکې زیاته کړه چې نه یوازې دا، بلکې د دغې ولسوالۍ ډېری میندې د روغتیايي کلینیکونو او قابلو نشتوالي له امله، د زېږون پرمهال له سختو ستونزو سره مخ کېږي چې په ځینو مواردو کې د مور او ماشوم د مړینې لامل هم ګرځي.

هغې زیاته کړه: «کله چې په کلي کې کلینیک، قابله او ډاکتره نه وي، ښځې خو نارینه‌وو ته نه ورځي چې ولادت وکړي، ځینې میندې چې په لرو سیمو کې وې او له دې امله چې ژمی و او لارې بندې وې او ونه توانېدې چې مرکزې روغتون ته لاړې شي، یوازینی ماشوم یې له لاسه ورکړ او دا ستونزې بیخې ډېرې وې.»

په ورته مهال، ۳۱ کلنه نوریه او د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکې هم وايي، تېر څو کلونه د یو شمېر مېندو او ماشومانو د مړینې شاهده وه؛ ځکه د لرو سیمو ښځو د نسایي او ولادي برخې خدمتونو ته لږ لاسرسی درلود.

هغې د یوې پېښې په اړه خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ، څلور کاله مخکې په ژمي کې، د یوه ګاونډي مېرمن یې د زېږون پرمهال له ستونزې سره مخ شوې وه، مجبور وو چې هغه فېروزکوه ښار ته یوسي، خو د لارې په اوږدو کې یې د سختې خونرېزۍ لرلو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

یادو دواړو میندو د غور ولایت په ولسوالیو کې د مجهزو او نسايي او ولادي برخې د ځانګړو کلینیکونو او روغتونونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

نوریه چې په خپل ولایت کې د ښځو لپاره د یادو روغتیايي ځالو له جوړېدو هرکلی کوي وايي، د دغو پوستو فعالېدل کولای شي د مور او ماشوم له مړینې مخنیوی وکړي او دغه راز د قابلو په شتون کې د خوندي زېږون زمینه برابره کړي.

همداراز، په غور کې د ښځو حقونو فعاله انجیلا شریفي د دغو مرکزونو جوړېدل نېک او پرځای اقدام بولي او وايي، د هېواد په لرو سیمو کې میندې د نسايي او ولادي برخې خدمتونو ته لږ لاسرسی لري، نو له همدې امله د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه یو څه زیاته ده.

هغې هیله څرګنده کړه چې د دغه ډول مرکزونو جوړېدل دې د هېواد د نورو ولایتونو په لرو سمیو کې هم دوام ولري، څو ټولې میندې نسایي او ولادي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

نوموړې له سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د دغه ولایت روغتیايي کلینیکونو په ځانګړې توګه د لرو سیمو روغتیايي مرکزونو ته لا ډېر درمل او اړوند تجهیزات ولېږدوي او مسلکي قابلې وګوماري څو میندو ته د نسایي او ولادي برخې لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.

مسوولین د دغو ځالو جوړېدو موخه، د نسايي او ولادي برخې خدمتونو ته په اسانۍ سره د ښځو لاسرسي بولي.

په غور ولایت کې د اهدا موسسې مسوول ډاکتر صدیق‌الله حسن‌زي پژواک ته وویل: «موږ د دغه روغتیايي ځالو په جوړېدو سره غواړو په لرو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د میندو، نوو زېږېدلو او ماشومانو د لاسرسي کچه لوړه کړو او د دې ترڅنګ غواړو په دغه کلینیکونو کې په عادي توګه د زېږون زمینه برابره شي.»

هغه وايي چې هر کله په ژمي کې او د واورو په ورېدو سره د لارو د بندېدو له امله د ښځو ستونزې ډېرېږي.

نوموړی وايي: «په ژمي کې د واورو له امله لارې بندېږي، ښځې او ماشومان نه شي کولای ولایتي روغتون ته لاسرسی ولري او دغه کلینیکونه د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو زمینه اسانه کوي څو میندې وکولای شي خوندي ولادت وکړي.»

د هغه په خبره، دوی په غور ولایت کې یادې روغتیايي ځالې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ جوړې کړې دي.

په ورته مهال، د غور د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالستار موفق وویل: «غور لویه جغرافیه او سختي لارې لري چې ان په پسرلي کې تګ راتګ د خلکو لپاره ستونزمن دی، ژمی خو پرېږده چې ډېری لارې د خلکو پر مخ تړل کېږي؛ دا ډول کلینیکونه روغتیايي سکټور ډېر پیاوړی کوي او خلکو ته ګټور واقع کېږي.»

هغه له همکارو روغتیايي موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې د روغتیايي کلینیکونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.