داعش ډلې وروسته له څلور میاشتو د خپل مشر وژل کېدل تایید کړل
داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل کېدو خبر ورکړی او د نوي مشر اعلان یې کړی دی. تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپرېل…
داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القریشي وژل کېدو خبر ورکړی او د نوي مشر اعلان یې کړی دی. تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال د اپرېل…
د هندي رسنیو له قوله، د هند په ماهاراشترای ایالت کې د یوه پله جوړولو پر مهال د جرثقیل لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۷ کارګران مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د سویډن پلازمېنه ستاکهولم کې یو ځل بیا دوو لاریونکوونکو د قرانکریم یوه نسخه سوځولې ده.
د راپورونو له مخې، بېپيلوټه الوتکې نن سهار يو ځل بيا د روسیې پلازمېنې مسکو ښار پر بېلابېلو ځایونو بريدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بېپیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.
د فیلیپین هېواد پلازمېنې مانیل ته نږدې په یوه جهيل کې د مسافروړونکې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي. رویټرز خبري اژانس په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه…
د روغتیا نړۍوال سازمان نن د زمري ۳مه «د ډوبېدو مخنیوي نړۍوالې ورځې» په مناسبت وایي، په نړۍ کې هر کال اوبو کې د ډوبېدو له امله څه د پاسه ۲۳۶ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د اندونیزیا د سولاسي جزیرې په سواحلو کې د یوې لرګينې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د چین سیمهییز مسوولینو ویلي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوه ښوونځي د جمنازیوم چت لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، سوډان کې د يوې ملکي الوتکې لوېدو پېښه کې د څلورو پوځي کارکوونکو په ګډون نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د هند په ایرشالوادي ایالت کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او شاوخوا له ۵۰ تر ۶۰ کسان ورک دي.
ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر موټر برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې په خیبر پښتونخوا کې په ځانمرګي او وسلهوال بریدونو کې څلور پولیس وژل شوي او د اوو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا په حیاتاباد سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې شپږ پاکستاني ځواکونه ټپیان شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې د دغه هېواد د عمومي ټاکنو له ترسراوي مخکې به په را تلونکې میلادي میاشت کې د هېواد اداره یوه سرپرست حکومت ته وسپاري.
د پیسو نړۍوال صندوق اعلان کړی چې پاکستان ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پور ورکوي.
د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د اورلګېدنې پېښه کې د یوې کورنۍ لس کسان مړه شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه ایجنسۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې نهه کسان وژل شوی او له ۵۰ ډېر نور ټيپان دي. د پاکستان جيو ټلوېزيون د راپور له مخې،…
د راپورونو له مخې، د هند په شمال کې د سخت باران او سېلابونو راوتلو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ازبکستان اوسني ولسمشر شوکت میرضیایوف د یاد هېواد له وخته مخکې ټاکنو کې یو ځل بیا د یوې اووه کلنې دورې لپاره بریالی شوی دی. رویټرز اژانس نن (دوشنبه) د…
د امریکا ولسمشر اروپا ته د خپل سفر په ترڅ کې بریتانیا ته رسېدلی او له هغه ځای وروسته به د ناټو غړو هېوادونو مشرانو غونډې کې د ګډون لپاره لیتوانیا او فنلنډ ته ولاړ شي.
د راپورونو پر بنسټ، وسلهوالو کسانو د ایران په زاهدان کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی او نښته روانه ده.