کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د هند په ایرشالوادي ایالت کې د ځمک ښویېدنې له امله ۲۷ کسان مړه او شاوخوا له ۵۰ تر ۶۰ کسان ورک دي.

پرون ناوخته الجزیرې ټلوېزیون راپور ورکړ چې یاده پېښه د ماهارشترا ایالت ایرشالوادي سیمه کې چې له ممبیي ۸۰ کیلومتره لرې ده، شوې ده.

د راپورونو له مخې، د ځمک ښویېدنې یاده پېښه له تېزو موسمي بارانونو وروسته شوې ده.

په همدې حال، لږ تر لږه ۱۷ کورونه نسبي او بشپړ ویجاړ شوي دي.

د یادې سیمې یوه چارواکي یوګش محاسه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ تر اوسه ۲۷ جسدونه شمېرلي او له ۵۰ تر ۶۰ کسان نادرکه دي خو په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي.»

په هند کې چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د ځمکې له ښویېدو وروسته د ژغورنې عملیاتو کې سلګونو کسانو ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هند په شمال کې د درېیو اونیو په ترڅ کې د موسمي بارانونو له امله له ۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.