نړیوال خبرونه
راپورونه
ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسېد
د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی.
اسرایلي ځواکونو د فلسطین حماس ډلې پنځه غړي وژلي
د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د اسرایلي ځواکونو برید کې د حماس ډلې پنځه غړي وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس خبر له مخې، د حماس امنیتي څانګې القسام ویلي چې…
د پاکستان په کویټه کې چاودنې پنځه کسان ټپیان کړي
د راپورونو له مخې، د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې، د یوې چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف مړ شو
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د متحده عربي اماراتو په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
پاکستان کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۰ کسان مړه شوي
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي دي.
اسراییل کې د یوه کس له خوا پر یوه عبادتځای برید کې اووه یهودان وژل شوي
د اسراییل پلازمېنه یروشلم کې یوه فلسطیني ځوان د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کړی او اووه کسان یې وژلي دي. رویټرز خبري اژانس د سلواغې په ۷مه د اسراییلي چارواکو په حواله خبر ورکړی…
عمران خان ویلي، زرداري یې د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ده د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي. پاکستاني رسنیو د سلواغې په ۷مه خبر…
د روغتیا نړۍوال سازمان: د ماشومانو ټوخي په ځینو شربتونو کې له زهري موادو استفاده شوې
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د ماشومانو د ټوخي په ځینو شربتونو کې زهري توکي کارول شوي او په ۲۰۲۲ کال کې ډېرو هېوادونو کې د ټوخي څو ډوله شربتونو لږ تر لږه د ۳۰۰ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
برېښنا سیسټم کې د ستونزې له امله نږدې ټول پاکستان کې برېښنا پرې شوې ده
د پاکستان په برېښنا سیسټم کې د ستونزې له امله د دغه هېواد په ډېرو برخو کې برېښنا پرې شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
امریکا کې د یوه وسلهوال په ډزو کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا په کلفورنيا ایالت کې د يوه کس له خوا په ډزو کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
له ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي، له ایران سره پولې ته نږدې سیمه کې د ترهګریز برید په پایله کې څلور سرتېري یې وژل شوي دي.
یوه سعودي سوداګر د رونالډو او میسي لوبې ټکټ په ۲،۶ میلیون ډالر وپېره
سعودي سوداګر مشرف بن احمد الغامدي د رونالډو او میسي لوبډلو ترمنځ د سبانۍ دوستانه لوبې ټکټ د بولۍ له لارې په ۲،۶ میلیون ډالر وپېره.
























