Language

اسرایلي ځواکونو د فلسطین حماس ډلې پنځه غړي وژلي

restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د اسرایلي ځواکونو برید کې د حماس ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس خبر له مخې، د حماس امنیتي څانګې القسام ویلي چې اسرایلي ځواکونو د فلسطین لوېدیځې غاړې په عقبه جبر مهاجر کمپ کې چاپه اچولې او پنځه کسان یې وژلي دي.

حماس ګواښ کړی چې د خپلو پنځو غړو غچ به اخلي.

login or register a new account.