[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د ترکيې او سوريې چارواکي وایي چې په دغو هېوادونو د زلزلو له امله له درې زره ډېر کسان مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې ویلي چې د ریښتر په کچه د لومړۍ زلزلې شدت ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ و.
د راپورونو له مخې، دغو زلزلو د ترکیې په سوېلختیځ کې عثمانیه او د سوریې په شمال کې د غازیانتب سیمې ځپلې دي.
د ترکیې انادولو اژانس د کابل پر وخت د شپې دوولس بجې د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو ادارې په حواله خبر ورکړی چې تر اوسه شاوخوا ۱۸۰۰ کسان مړه او تر ۱۱ زره ډېر ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې زلزلې د دغه هېواد لس سیمې ځپلې دي.
په خپرې شوو ویډیو کې کتل کېږي چې دنګې ودانۍ نړېږي او پراخې سیمې په کنډواله بدله شوې دي.
یاد اژانس ویلي چې په سوریه کې هم له زرو ډیر کسان مړه شوي دي.
خو د فرانسې اژانس خبر ورکړی چې په سوریه کې ۱۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ګڼ شمېر ودانۍ ړنګې شوې دي.
چارواکو ویلي، د مړو او ټپیانو شمېر ښایي ډېر شي؛ ځکه چې د ژغورنې او لټون عمله کار کوي. پر ځاني زیانونو سربېره خلکو ته درانه مالي زیانونه هم رسېدلي خو په دې اړه تر دې دمه دقیق معلومات خپاره شوي نه دي.
دا زلزله په قبرص، مصر، اردن او د عراق په ځینو برخو کې هم احساس شوې ده.
زلزله سهار وختي چې خلک لا ویده وو، شوې، د ترکیې ډېرې سیمې چې میلیونونه سوري کډوال هم په کې اوسېږي، ځپلې دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP