ژبه

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې له امله د مړو شمېر پنځه زره کسانو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس نن (سه‌شنبه) په یوه راپور کې ویلي چې له دې ډلې ۳۴۱۹ کسان په ترکیه او ۱۵۸۱ نور په سوریه کې مړه شوي دي.

په ورته وخت کې، د اناتولي خبري اژانس هم په یوه راپور کې ویلي چې د دغې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ زره ۵۳۴ کسان په ترکیه کې ټيپان شوي دي.

د راپور له مخې، تر اوسه له ۸ زره ډېر زلزله‌ځپلي له خاورو لاندې ایستل شوي او همداراز ۳۲۹۴ مرستندویه کسان له نورو هېوادونو ترکيې ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ریختر په کچه مختلفو درجو، درېیو زلزلو د ترکیې او سوریې ځینې سیمې لړزولې دي.

د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.