Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي مسوولین وایي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې لس زره جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده.
د اروزګان امنیې قومانداني مسوولین وايي، د دغه ولایت په چنارتو او ګېزاب ولسوالیو کې څه باندې ۵۰ زره کیلوګرامه ومان له کشف وروسته له منځه وړل شوي او د کلاشینکوف زر مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې نن د عامې روغتیا وزارت له لوري د «هیموډیالیز» څانګه پرانیستل شوه او فعالیت یې پیل کړ.
اروزګان ولایت کې بېرته راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي، سرپناوې نه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې د کورونو جوړولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۷ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.
نن سهار د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له یوه پله د موټر لوېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي او یو نادرکه دی.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته اوس د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې پیل شوې.
اروزګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د ترینکوټ ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ودانیو د کمښت له امله ۶۰ روغتیایي مرکزونه په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې څهکم ۱۱ زره کیلوګرامه ومان کشف او له منځه وړي دي.
د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي سکې نیول شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP