Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیمهییز مسوولین وایي، په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
ترینکوټ ښار کې د اتو ټیمونو ترمنځ د قوټبال غورهلیګ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، تېره ورځ د «ځوانانو» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، نن سهار په مرکز ترینکوټ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، چورې ولسوالۍ کې یې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو دوه پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه کس په شخصي لګښت د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یو پل جوړ کړی چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
اروزګان کې یو شمېر خلک وايي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې لا هم د تېرو جګړو ناچاوده توکي او ماینونو پاتې چې له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د سېلابونو له امله د ویجاړو شوو سړکونو، پلونو او پلچکونو د بیارغونې غوښتنه کوي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي لاره یې خرابه ده او غوښتنه کوي چې د ژمې له راتګ مخکې یې باید د جوړېدو چارې پیل شي.
د اروزګان د امنیه قومانداني مسوولین وايي، نن د دغه ولایت هراوود ولسوالۍ کې د تره زامنو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د پوهنې وزارت سرپرست اروزګان ته په سفر کې ویلي، دغه ولایت د پوهنې برخه کې له پامه غورځول شوی او په خبره یې، د یو شمېر همکارو ادارو په مرسته به یې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.
اروزګان ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP