Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو چارې پيل شوې

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۴): د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغاینو په ارزښت د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پيل شوې دي.

د اروزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي وویل، یادې پروژې چې ګېزاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پلې کېږي، په ټولیزه توګه ۳۸ میلیونه او ۱۲۸ زره افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو پروژو کې د کاخ پله او د سیالاش سړک د رغونې ترڅنګ د یو شمېر استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړېدل او د ویالو پاکولو چارې هم شاملې دي.

د هغه په خبره، د دغو پروژو مالي لګښت د یونپس ادارې له خوا ورکول کېږي چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي او هره ورځ به سلګونه کسان په‌ کې پر کار بوخت وي.

ورته مهال، د یادې ولسوالۍ خلک هم د دغو پراختیایي پروژو د چارو پیل ته خوشحاله دي او د حکومت د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.