ترینکوټ (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۴): د اروزګان په خاصاروزګان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو مسوولینو په هڅو او منځګریتوب پای ته ورسېده.
د اروزګان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت مشر مولوي عبدالحق امین وايي، دا دښمني شپږ کاله مخکې د خاصاروزګان ولسوالۍ بند تیمور په سیمه کې رامنځته شوې وه.
نوموړي زیاته کړه: «یاده دښمني د دوو کورنیو ترمنځ د کورنۍ ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې په کې یو قتل هم شوی و.»
د هغه په وینا، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې مخکنۍ دښمني به پای ته رسوي او له دې وروسته به د ورورګلوۍ ژوند کوي.
ورته مهال، د دې روغې جوړې یوه منځګړي او قومي مخور عزیزالله وویل، د دې دښمنۍ یو اړخ د خپل وطن پرېښدو ته هم اړ شوی و چې د دې روغې وروسته به بېرته خپل کلي او کورته ته را وګرځي.
ورته مهال، د تازه پخلا شوو کورنیو غړو له مسوولینو او منځګړو څخه په مننې سره وویل چې د دې دښمنۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د عبدالولي په نوم یوه تن وویل، له مقابل لوري سره د دې دښمنۍ وروسته د خپل کلي څخه کډه شوی و.
هغوی ژمنه وکړه چې له دې وروسته به بدي پر دوستي بدلوي او عادي ژوند به کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP