ترینکوټ (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې نن د سوېللوېدیځ زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضایې معاونیت د حکم پر بنسټ ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اروزګان د والي ویاند حافظ سمیعالله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد شمېر کسانو له ډلې څلورو تنو ته د لواطت، څلورو تنو ته د زنا، پنځو تنو ته د غلا، یوه تن ته له خپلې ښځې سره د نورو خلکو د ناروا اړیکولو ټینګولو او یوه تن ته بیا د نامشروع اړیکو په جرمونو په عام محضر کې له لسو څخه تر ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوه.
عکرمه زیاته کړه، یادو کسانو ته له یوه تر دوو کلونو پورې د بند سزا هم واورول شول.
د هغه په خبره، د تعزیري سزا د تطبیق لیدو لپاره د ځایي مسوولینو په ګډون ګڼ شمېر عام خلک هم ورغلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP