Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، دغه ولایت کې فعالو ۳۳ بهرنیو او داخلي موسسو په تېر یوه کال کې د ۳۵ میلیون او ۱۷۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کلبونو ورزشکارانو ترمنځ په لومړي ځل د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې وسلهوالو غلو یو سړی وژلی او یوه نجلۍ یې ټپي کړې ده.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت نظامي ريیس په اروزګان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د محکمې له حکم پرته چا ته د سزا ورکولو حق نه لري.
ترینکوټ ښار کې مهراباد روغتیايي مرکز لپاره د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په سوېللوېدیځ زون کې د یوناما مشر ویلي، له د افغانستان بانک سره یې په ګډه داسې طرحه جوړه کړې چې په پلې کېدو به یې خلکو ته د سوداګرۍ زمینه برابره شي.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته په ترینکوټ ښار کې په لومړي ځل د یوې جوړې شوې کمېټې له لوري د لېوني او کوڅهډبو سپیانو ټولولو او د له منځه وړو کمپاین پیل شو.
د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۸ میلیون افغانۍ په لګښت د اوو چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو ته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو د وړیا زدهکړو درې میاشتنی پروګرام پیل کړی دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د لېوني سپیانو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د له منځه وړو لپاره یې اقدام وکړي.
اروزګان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ګېزاب ولسوالۍ اړوند کمرک سیمې ته چې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ په کې اوسېږي وروسته له ۴۰ کلونو پلې لار جوړ شوه.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې حکومت دې له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلی سړک په اساسي ډول ورغولي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن