Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د «پل سوخته» سیمې چاودنه کې دوه عام وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په «کارتې سخي ټاور» کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات لرل، خو له یوه کور نه پرې ډزې وشوې او اوس دغه کور کلابند دی.
د کابل ښار په کارته پروان کې د سکانو پر درمسال د برید مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ تعامل يوه ټاکنه نه، بلکې يوه اړتيا بولي او د ترکیې ولسمشر هم افغانستان کې د بشري ناورین د اغېز کمولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون وايي، د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي وګړو خوندیتوب ادارې رییس انتظار خادم بېرته هېواد ته راستون شوى دى.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه غله لاس په لاس د غلا په جرم نیول شوي دي.
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هیڅ وګړي ته هیڅ ډول ګواښ نشته او «اسلامي امارت» د هر هېوادوال خوندیتوب خپله دیني او ملي دنده بولي.
. . .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له قطري چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو ترڅنګ د هوايي ډګرونو د تړون پر هغو ټکو خبرې کړې چې تر اوسه یې په اړه هوکړه نه ده کړې.
یو تن چې رواني ناروغي يې لرله او د کابل ښار د دهمزنګ په څلورلاري کې يې ځان ته اور ورته کړی و، د سختو ټپونو له امله مړ شو.
د افغانستان دفاع وزارت، د هېواد پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي، افغانان د هیڅ «یرغلګر» پر وړاندې بې ځوابه نه دي پاتې او له خپلې خاورې، خلکو او وطنه دفاع کوي.
تېره اوونۍ له امنیتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ښه وه؛ ځکه چې د مرګ ژوبلې کچه پکې ۶۰ سلنه راولوېده او بلخوا ۹۶ میلیون ډالره نغدي مرسته کابل ته راورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP