ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استخباراتو ریاست په کابل او سرپل کې د لسګونه میله وسلو ترلاسه کولو خبر ورکوي

د استخباراتو ریاست په کابل او سرپل کې د لسګونه میله وسلو ترلاسه کولو خبر ورکوي

author avatar
12 Nov 2022 - 11:35
د استخباراتو ریاست په کابل او سرپل کې د لسګونه میله وسلو ترلاسه کولو خبر ورکوي
author avatar
12 Nov 2022 - 11:35

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وایي، د کابل د ۱۷مې حوزې اړوند سیمه کې ۲۴ او په سرپل ولایت کې یې ۱۲ میله وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

د استخباراتو لوی ریاست پر خپله ټويترپاڼه ليکلي چې منسوبینو یې د یو لړ کشفي راپورونو پر بنسټ د کابل ښار ۱۷مې حوزې اړوند سیمه کې ۱۲ تومانچې، لس کلاشينکوفونه، يو پيکا، یو ار پي جي راکټ او یوه اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

دغه راز، سرچينه زياتوي چې د سرپل د استخباراتو ریاست منسوبینو هم وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

د سرچينې له خوا د نیول شوو یادو وسلو ویډیو خپره کړې ده؛ په ویډیو کې شپږ کلاشينکوفونه، درې پیکا، درې تومانچې، يوه مخابره، يو دوربين او یو شمېر مرمۍ تر سترګو کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.