کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۱): ځينې سرچينې وايي، د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد لیث عبدالرحیمزی چې د پاکستان د لاهور په پنجاب پوهنتون کې يې ماستري کوله، له تېرې یوې اونۍ راهیسې نادرکه شوی دی.
د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد عباس سادات پر خپل فېسبوک ليکلي چې د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنیار لیث عبدالرحیمزی د پاکستان لاهور ایالت په پنجاب پوهنتون کې د ماستري په زدهکړو بوخت دی.
هغه زياتوي: «نوموړی له تېرې یوې اونۍ راهیسې له خپل استوګنځي نادرکه او ټیلېفوني اړیکه یې پرې ده؛ په پاکستان کې له افغان سفارته هیله کوو چې د استاد په پیدا کولو کې مرسته وکړي.»
دغه راز د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي بل استاد احمدجمیل پوپلزي هم پر خپل فېسبوک ليکلي: «د مجازي نړۍ محترمو ملګرو، په ځانګړې توګه هغه وروڼه چې پاکستان کې اوسېږي، د استاد ليث عبدالرحيمزي په پيدا کېدو کې راسره مرسته وکړئ. نوموړی استاد د پنجاب پوهنتون د ماسټري دورې محصل او د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد دی، له تېرې چهار شنبې ورځې څخه چې کور په طرف راوتلی دی، بې درکه شوی دی.»
د هغه مشر ورور قیس عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته ویلي چې استاد لیث د تېرې اونۍ پنجشنبې په ورځ له دوی سره وروستۍ اړیکه نیولې او له هغه وروسته بیا تر ننه ترې تم دی.
نوموړي زیاته کړه: «د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ يې زما پلار سره اړیکه نیولې ده، د ښه او بد له پوښتنې وروسته يې ورته ویلي چې ښايي زما انټرنېټ بند شي، بیا څو ورځې موږ په تمه شوو چې ښايي مصروف به وي، خو ونه شوه، درې ورځې وروسته يې له ملګرو سره په اړیکه کې شوم، هلته يې ملګري د پولیسو له ادارو سره په تماس کې شول، اطاق يې ولیدل شو، امنیتي کامرې چک شوې او ټولې هغه اډې چې تورخم ته سپرلي انتقالوي دا هم چک شوې، دې خوا نه دی راغلی او نه يې تر دې دمه معلومات وشول.»
دی وايي، له دې پېښې وروسته په لاهور کې د استاد لیث ملګري استادان د پولیسو سیمه ییزو ادارو ته عارض شوي خو ورته ویل شوي چې دا ستونزه دې له ډیپلوماتيکو لارو حل کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: " د ننګرهار پوهنتون ژورنالیزم استاد لیث عبدالرحیمزی، چې د پاکستان د پنجاب پوهنتون د ماسترۍ محصل دی، له نهو ورځو ورهیسې هلته نادرکه دی، د لوړو زده کړو وزارت ته يې دکورنۍ لخوا نن حال ورکړل شو."
هغه زیاته کړې په پاکستان کې د افغان سفارت لخوا دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره موضوع شريکه شوې او جدي هڅې روانې دي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










