ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو «ناسم چلند» په اړه له پلټنو سره مخالفت وښود

امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو «ناسم چلند» په اړه له پلټنو سره مخالفت وښود

اټلانټا (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۱) : د امریکا د ملي امنیت شورا د هاګ د جرمونو نړۍوالې محکمې لخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د تېریو او بد چلند د تورونو له پلټنو سره مخالفت کړی دی.

د جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو ویلي، په افغانستان کې د تېرو نږدې دوو لسیزو جګړو پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې بیا پیلوي.

هاګ کې د جنګي جرمونو نړۍوالې محکمې قاضیانو اعلان کړی چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کېدو او له بشري حقونو د سرغړونو اړوند څېړنې له دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پیلوي.

په راپور کې راغلي، قاضیان په یوه نوي حکم کې څارنوال «کریم خان» ته – چې د ملګرو ملتونو یو پخوانی جګپوړی مشر او د جرمونو نړۍواله محکمه کې د څارنوال په توګه دنده لري – اجازه ورکړې چې د افغانستان پر دوسیه بېرته کار پیل کړي.

سرچينه زياتوي، د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او «طالبانو» چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.

خو د امریکا د متحدو ایالتونو د امنیت شورا وايي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له کومې هڅې خبر نه دي او فکر نه کوي چې دا کار دې «ضرور» وي.

د امریکا د امنیت شورا په دې اړه په یوه بیانیه کې ویلي دي: « موږ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر چال چلند د تحقیق په اړه د دغې محکمې د کومې هڅې په اړه خبر نه یو، هاغسې چې مخکې مو هم ویلي دي، د جرمونو نړیوالې محکمې په نړۍ کې د جنګي جرمونو په اړه د ځینو خلکو سره د حساب او کتاب په برخه کې ځینې مهم کارونه کړي دي. خو، موږ دا خبره هم کړې ده چې فکر نه کوو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د چال چلند په اړه دې تحقیق ضرور وي.»

د يادې محکمې د پرېکړې له مخې به د امریکايي پوځيانو، د پرځېدلي افغان جمهوریت او «طالبانو» چلند او د جګړې پر مهال له نرخه وتلې کړنې څېړل کېږي او هغه ادعاوې به پلټل کېږي چې په ۱۳۹۶ کې یې دوسیه برابره شوې وه.

په راپور کې راغلي: «تېر کال کریم خان ویلي وو چې په څېړنو کې به د طالبانو او داعش خراسان ډلې له لوري د شوو جرمونو قضیو ته لومړیتوب ورکول کېږي خو په دغه نوي حکم کې د امریکا، طالبانو او پخواني افغان حکومت یادونه شوې او د داعش ډلې نوم نه دی په کې اخیستل شوی.»

سرچينه زياتوي، د افغانستان په جګړو کې د شوو جرمونو په اړه د هاګ محکمې د پلټنو بهیر لومړی ځل په ۱۳۸۶ کال کې رسماْ پیل شوی او له ۱۳۸۲ کال راوروسته شوي‌ جنګي جنایتونه پلټل کېږي.

افغانستان له ۱۳۸۲ کال راهیسې د نړۍوالې جنایي محکمې غړیتوب لري.

 

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.