ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بریتانوي ځواکونو افغانستان کې لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي”

“بریتانوي ځواکونو افغانستان کې لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي”

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۱): د بریتانیا حکومت ویلي وو چې پوځیانو یې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ هلمند کې ۱۶ ماشومان وژلي او کورنیو ته یې تاوان ورکړی، خو د راپورونو له مخې، دغه شمېر تر دې څلور برابره لوړ دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دا شمېرې د وسله‌وال تاوتریخوالي لپاره یوې خیریه مؤسسې (چریټي اکشن) له څو غوښتنو وروسته ترلاسه شوي دي.

سرچينه زياتوي، د بریتانیا د دفاع وزارت اسنادو کې چې څه موده وړاندې خپاره شوي، خو ځینې برخې یې پټې ساتل شوې وې، یوازې د ۱۶ ماشومانو خپلوانو ته د تاوان د ورکړې خبره شوې وه.

خو د سرچینې د څرګندونو له مخې، د وسله وال تاوتریخوالي په تړاو اقدام په نوم خیریه ادارې د نورو معلوماتو له غوښتنې وروسته ‌اوس ویل کېږي چې دا شمېر لږ تر لږه ۶۴ دی او د پېښو په تړاو ټولو ثبت شوو راپورونو کې د وژل شوو ماشومانو عمرونه نه وو لیکل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.