Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
چارواکي وایي، په کندهار کې د کبانو فارمونه د تېر په پرتله ۴۰ سلنه ډېر شوي چې په دغه ولایت کې یې د کبانو غوښې اړتیا ۶۰ سلنه پوره کړې ده.
افغانستان لپاره د روغتيا نړۍوال سازمان(WHO) مشر وايي، د کندهار د ولسواليو په هغو سيمو کې خدمات پيلوي چې مخکې له روغتيايي خدمتونو بېبرخې وې.
په کندهار کې په دې وروستیو کې کروندګرو د «انجه یا هنګ» په نوم د طبي بوټي – چې لاتیني نوم یې Ferula assa-foetida دی- کرلو ته په مسلکي ډول مخه کړې ده.
کندهار (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده قاضیانو ته سپارښتنه کړې چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي
د «افکو» ودانیز شرکت د دوو شریکانو محمود کرزي او عبدالحمید هلمندي تر منځ ستونزه – چې د کندهار د عینو مېنې پر سر کلونه مخکې رامنځ ته شوې وه – د عدلیې وزارت د سرپرست او د کندهار د ځينو سوداګرو په منځګړیتوب حل شوه.
د کندهار د ټرافیکو مدیریت وایي، سر له نن څخه د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو لویو باروړونکو موټرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د کندهار ښار ته داخل شي.
کندهار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۱): د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د غازي امانالله خان په نوم د ښځو لپاره عیدګاه او پارک جوړ
په کندهار کې د ښوونکي ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم ګڼ شمېر ښوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي چې باید مادي ستونزې یې حل شي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) مشرې انوبا سود او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې سورایا بزرګووا نن د تلې په ۱۲مه د کندهار له ولایتي مسوولینو سره وکتل.
د کندهار ښار د لومړۍ او شپږمې ناحیې اړوند د شهیدانو او ډنډ څلورلارو ترمنځ د عمومي سړک په منځ کې تېره ورځ دوه ځایه امنیتي موانع ایښودل شوي چې خلک وايي، لار بنده شوې او ګڼې ستونزې ورته پیدا شوې دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا نن (د تلې ۱۱مه) په کندهار ښار او اتو ولسوالیو کې د غواګانو پوستکي ویروسي ناروغۍ/ Lumpy Skin ضد واکسین کمپاین پيل شو.
په کندهار کې د ۲۰۵ البدر قولاردو مطبوعاتي مسوولین وایي، د دغې قولاردو اړوند د درېیمې عبیده لوا سرتېرو د ښورابک ولسوالۍ په رود سیمه کې هغه ۱۸ کسان نیولي چې له پاکستان څخه یې افغانستان ته په ناقانونه توګه موټرسایکلونه انتقالول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP