ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د هوا سړې څپې له خطر سر مخ یو شمېر کسان ژغورل شوي

کندهار کې د هوا سړې څپې له خطر سر مخ یو شمېر کسان ژغورل شوي

author avatar
13 Jan 2023 - 15:58
کندهار کې د هوا سړې څپې له خطر سر مخ یو شمېر کسان ژغورل شوي
author avatar
13 Jan 2023 - 15:58

کندهار (پژواک، ٢٣ مرغومى ١٤٠١): د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۶ کسان چې له یخنۍ د ځان ساتلو امکانات یې نه درلودل او له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي دي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک ته وویل، په دغه ولايت کې د سړې هوا له څپې سره سم ولایتي مسوولینو په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي او د مرستې ټیمونه ګومارلي څو هغه کسان وژغوري چې له يخنۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، په دې کسانو کې ۱۵ کوچنیان چې د لوړ میوند په نصرو کارېز سیمه کې د یخ له امله له جدي ګواښ سره مخ وو، کلينیک ته انتقال شول.

ده وویل: «له تېرې ورځې راهیسې روغتیايي ټیمونو او مجاهدینو په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۶ تنه ژغورلي او هغوى ته یې خوراکي توکي، درمل او له یخ څخه د ساتنې کمپلې ورکړې دي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.