ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د زون په کچه د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

کندهار کې د زون په کچه د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

author avatar
2 Feb 2023 - 21:41
کندهار کې د زون په کچه د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
author avatar
2 Feb 2023 - 21:41

کندهار (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱) کندهار کې د سپورټ او بدني روزنې ریاست له خوا په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د غېږ نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.

ددغه ریاست د مسوولینو په وینا، په دې سیالیو کې د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو اوسېدونکو او دغه راز له ډيورنډ کرښې ها غاړي چمن او کویټې زیات شمېر اوسېدونکو او د غېږ نیونې پهلوانانو ګډون کړی وو.

حاجي زنداور پهلوان چې د اتفاق کلب مشر دی وایي، پخوا د غېږ نیولو سیالۍ د قومو تر منځ وې چې اکثره وخت به قومي ستونزې پکې راپیدا کېدلې؛ خو اوس چې کلبونه جوړ شوي په دې کلبونو کې ټول قومونه ګډون لري او په دې سره یې یووالی ټینګ شوی.

هغه پژواک ته وویل : «د غېږ ایستل زموږ د نیکه ګانو یوه ډېره پخوانۍ لوبه ده، پخوا به د یوه قوم او بل قوم پهلوانانو غېږې ایستلې خو اوس هغه قومي کیسه نشته دوه کلبونه دي ټول پهلوانان ګډون پکې لري او له هر ځای څخه خلک راځي په غېږې ایستلو کې ګډون کوي.»

دی وایي، د دې لپاره چې دا لوبه لا پر مختګ وکړي او ژوندۍ وساتل شي باید ځانګړي لوبغالي ورته جوړ شي او پهلوانانو ته هم روزنه ورکول شي.

د غېږ نیولو لوبغاړي هم وايي، خوشحاله دي چې په دې سیالیو کې ګډون کوي او د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو سره مخ کیږي.

له شاولیکوټ ولسوالۍ څخه راغلی یو تن لوبغاړی نور احمد وایي، د غېږ نیولو سره خاصه مینه لري او پهلوانان د دې سیالیو لپاره له هر ډول نشه يي توکو څخه ځان ساتي او هڅه کوي چې مقابل لوری یې غوځار نه کړي.

ده پژواک ته وویل: «زما ډېر وخت کیږي چې غېږ باسم، کله زه غوځار شوی کله بل کس غوځار کړی، خو د غیږي لپاره باید پهلوانان ځانونه ښه وساتي ځکه غېږ نیول د ځانګړي تکتیک تر څنګ زور ته هم اړتیا لري.»

د ګل اغا په نامه یو بل لوبغاړی چې له اروزګان څخه راغلی وایي، د غېږ نیولو سیالیو لپاره نورو ولایتونو ته هم تللی او دا لوبه د یووالي او اتفاق لوبه ده.

د هغه په وینا، د بلې هیڅ لوبې لپاره دومره زیات شمېر کسان له یوه ولایت یا ولسوالۍ څخه بل ځای ته نه ځي لکه د غېږ نیولو لپاره ؛ ځکه دا لوبه د خلکو د یووالي لپاره ډېره مهمه ده.

ده زیاته کړه: «په هر ولایت کې چې داسې د غېږو سیالۍ وي زه ورځم نن هم موږ ډېری ملګري راغلي یو د نورو ولایتونو څخه هم راغلي دي نو دا لوبه د اتفاق لوبه ده.»

د ډیورنډ کرښې پورې غاړې له کویټې څخه راغلی د غېږ نیول یو تن لوبغاړی عبدالرزاق پهلوان هم وايي، د غېږ نیولو لوبې مینه وال د ډیورنډ کرښې ها غاړي او دې غاړي ته ډېر زیات دي ځکه هر ځای چې دغه سیالۍ وي دوی هلته ځان رسوي.

هغه غوښتنه کوي چې د دې سیالیو لپاره باید نور هم کار وشي او ځانګړي لوبغالي ورته جوړ شي.

ده زیاته کړه: «موږ ډېر ملګري له کویټې څخه راغلي یو، غیږي زموږ خوښي دي په دې خاطر هر ځای ورځو، غوښتنه مو دا ده چې د غېږو لپاره هم میدانونه جوړ شي.»

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې مسوولین وایي، د غېږ نیولو سیالیو ته اوس مهال ته پاملرنه زیاته شوې خو په تېر وخت کې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله دا لوبه پیکه شوې وه.

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست ویاند نذیر احمد نوري وایي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دې لوبې لپاره هڅې زیاتې شوې ځکه ډېری کسان په دې لوبو کې ګډون کوي.

ده زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې دا دودیزه لوبه لا هم پراختیا پيدا کړي، ځکه دا لوبه ډېر مینه وال لري.»

له دې وړاندې بیا په احمد شاهي لوبغالي کې د غېږ نیولو سیالۍ جوړې شوي وې چې سلګونو لوبغاړو او زرګونو سیلانیانو پکې برخه اخیستې وه.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.