Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت مشر پرون کندهار کې په یوه څلور ورځني علمي کنفرانس کې ویلي، «کفارو» په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې په وینا یې، ټول یې باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۹۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۶ کیلومتره سړک د جغلاچونې چارې پيل شوې.
د کندهار په خاکرېز او ژېړۍ ولسوالیو کې د یوه ملا امام په ګډون دوه کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غلو یوه لس کسیزه ډله د ۱۶ عرادو موټرسایکلونو سره نیولي شوې ده.
تېره شپه د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو ځوان د وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د دغه ولایت د امنیې قومانداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیرت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده نن د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د اختلافاتو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ مربوطاتوکې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «کابل شاه» سیمه کې یوه کس ځانژونه کړې ده.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتو او د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.
د زابل امینه قومانداني وايي، د دغه ولایت د مرکز کلات ښار په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د څه باندې ۲۶۴ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار- هرات د ۷۳۷.۵ کیلومتره اوسپني پټلۍ د ډيزاین او سروې چاري پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP