Language

کندهار کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

کندهار (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند «کابل شاه» سیمه کې یوه کس ځان‌ژونه کړې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کس نن (شنبه) سهار مهال په خپل کور کې ځان را ځوړند کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

دی وایی، دغه کس د ډېرو پورونو له امله ځان‌وژنه کړې ده.

د یادونې ده، د تېرې سلواغې میاشتې پر ۳۰مه هم د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې یوې کوژده شوې نجلۍ ځان وژنه کړې وه چې لامل یې رواني ناروغي بلل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ځان‌‎وژنه د اسلام له نظره لویه ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې ناوړه کار لاس پورې نه کړي او د دې لویې ګناه مرتکب نه شي.