ژبه

کندهار کې په دوه جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي

کندهار (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د کندهار په خاکرېز او ژېړۍ ولسوالیو کې د یوه ملا امام په ګډون دوه کسان په دوو جلا پېښو کې وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دې ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د حافظ محب‌الله په نوم یو ملا امام د ناپېژانده وسله‌والو له لوري د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل، د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي دي.

ورته مهال، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته وویل، د یادې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړي دغه راز وویل، په یوه بله پېښه کې نن غرمه شاوخوا یوه بجه د کندهار ـ هرات پر لویه لار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.

هغه وویل، دغه ځوان چې د هلمند اوسېدونکی و، له خپلې مور او نورو خپلوانو سره په یوه پاسو موټر کې روان و چې د لارې په اوږدو کې یې ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې دغه ځوان وژل شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر یاد ځوان د چا له خوا ډزې شوې دي.

ورته موضوع