کندهار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۳): د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دامان ولسوالۍ مربوطاتوکې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل- کندهار پر لویه لار د دامان ولسوالۍ په مناره سیمه کې یوه فیلډر له ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې څلور کسان مړه شوي چې د زابل ولایت د جلدک ولسوالۍ یو روحاني مشر حاجي عبدالقیوم اغا هم په کې شامل دی.
د یادونې ده، نن سهار په نورستان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP