Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کندهار ولایت مقام د یوه مکتوب په صادرولو سره د دغه ولایت له ټولو ملکي او نظامي مسوولینو غوښتي چې په خپلو رسمي او غیررسمي ناستو کې د «ذيروح له تصویر اخیستلو او عکاسي کولو» ډډه وکړي.
امنیتي مسوولین وایي، چې په کندهار ښار کې یوه ترافیک پولیس د دندې پر مهال د ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د کندهار د کوز شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې په ولسوالۍ کې یوازېني روغتیایي مرکز ته ساعتونه مزل کوي.
ندهار ته له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ شکایت کوي چې د اوسېدو لپاره خپل کورونه نه لري او زیاتوي، په کرایه کورونو کې اوسېدول ورته ستونزمن دي؛ ځکه اوزګار دي او د کورونو کرایې لوړې دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، جاپان هېواد د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره د ۴۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د شپږ امبولانسونو مرسته وکړه.
د اسلامي امارت له لوري هېواد کې د کوکنارو پر کښت له کلک بندیز سره سره بیا هم د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي چې تازه یې د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.
مسوولین وايي چې یو کس په کندهار کې او یو ماشوم په جوزجان کې د انسانتښتوونکو له منګولو وژغول شول او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
کندهار کې د جاپان هېواد په مالي مرسته، د سره صلیب او افغاني سرې میاشتي ټولنې په همکارۍ سل مېرمنو ته د جامو ګنډلو برخه کې د زدهکړو څلورمیاشتنی پروګرام پای ته ورسېد.
د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د دغه ولایت له مرکز کندهار ښاره یې څه باندې ۳۰۰ یتیم او بېسرپرسته ماشومان ټول کړي او په دارالایتام کې یې د اوسېدو او زدهکړو زمینه ورته برابره کړې ده.
د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یوه ځوان او د سرپل په ګوسفندې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان وژنه کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا په کندهار کې د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بیارغونې چارې پيل شوې.
د کندهار چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د یکشنبې په ورځ دې ټول کاروبارونه بند کړي او په لویه عیدګاه کې دې په استسقاء لمانځه کې ګډون وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن