Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ١٣٦ زره امريکايي ډالرو په لګښت د شاتو مچيو د سلو فارمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت د کرومايټ ډبرې پروسس د يوې فابريکې جوړېدو چارې پيل شوې.
لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير وايي، هڅه کوي پر هغو بندونو کار پيل کړي چې په لږ لګښت ډېرې اوبه او برېښنا ترې ترلاسه کېږي.
د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د کرومایټ ډبرو یوه ستر کان کیندلو چارې پيل شوې.
د لوګر امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د يو کس جسد موندل شوى چې په چړو وژل شوى دى.
د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې د ۸۸ میلیون افغانیو په لګښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – لوګر عمومې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم په دغه ولايت کې د ديني مدرسو لپاره څه باندې ٧٠٠ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین لوګر ولایت ته د سفر پرمهال د ځوانانو یوې مناظرې ته ویلي، ډېر ژر به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ځوانانو سلګونه نوې شوراګانې جوړې کړي.
د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د لرګيو په ټالونو کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک، محمداغه، څرخ، خوښۍ او ازره ولسوالیو کې ۳۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو او بنګو پاکه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP