Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یوه ځوان د قتل په تور یې دوه کسان نیولي دي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې د یوه لاسي بم چاودنې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جوزجان د استيناف محمکې مسوولین وايي چې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ، د دغه ولایت د شبرغان ښار په ورزشي سټډیوم کې د شپږو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
جوزجان کې یوه ښځه چې د خوږو د تولید کارخونه یې جوړه کړې، وایي، د دې ترڅنګ چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، لسو نورو بېوزلو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله یوې ۱۰ کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او څلور کسان نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د کرنې ریاست وايي چې د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې د یوې کرنیزې پروژې په پیلېدو سره ۹۳۰ کروندګرو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوه.
جوزجان کې یوې مېرمنې د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ یوې کارخونې په جوړولو سره ۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
جوزجان ولایت کې یو شمېر بزګران، په ځانګړي ډول زعفرانکاران له حکومته غواړي چې د زعفرانو د کښت برخه د مسلکې روزنې زمینه ورته برابره کړي څو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې امنیتي منسوبینو د دغه ولایت په خانقا ولسوالۍ کې د یوه کلي د ملک وژلو په تور یو کس نیولی دی.
جوزجان کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د شخصي او حکومتي څرځایونو د تثبیت او تفکیک په موخه د څرځایونو د سروې پروسه پیل شوه.
په جوزجان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې اته میاشتې مخکې د څرځای د وېش پر سر رامنځته شوې وه، د ځايي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP