د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو د راستنو شوو کډوالو اولادونه به د هېواد ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي.
په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچې په بېساري ټیټېدو سره د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل ښار ته د پنجشېر د اوبو لېږدولو پروژه کې ځنډ به پلازمېنه د اوبو له سخت کمښت سره مخ کړي؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات، سروې او ډیزاین بشپړ شوي او د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي اسامبلې اعلان کړی چې نن (دوشنبه) د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانیالاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د اسلامي امارت د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند د امریکا د استازو جرګې د یوه غړي هغه ادعا چې ګواکي افغانستان «د تروریستي ډلو په یوه امن پټنځای» بدل شوی، رد کړې او ویلي دي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۵۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني، فرانسې او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیران غواړي له خپل ایراني سیال سره د اټومي انرژۍ په اړه مذاکرات وکړي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې ولسمشر وايي چې نه غواړي د امریکا او اسراییل له لوري د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهیي د احتمالي وژنې په اړه وغږیږي او ټینګار کوي چې ایران تر اوسه د روانې جګړې په اړه له مسکوه د کوم ملاتړ غوښتنه نه ده کړې.
د افغانستان بانک سبا پنجشنبه (د غبرګولي ۲۹مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالو عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو په دغه هېواد کې خپلې پانګونې کمې نهکړي.
د راپورونو له مخې، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.