Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتین: نه غواړم د خامنه‌یي د وژنې طرحې په اړه خبرې وکړم

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی  ۱۴۰۴): د روسیې ولسمشر وايي چې نه غواړي د امریکا او اسراییل له لوري د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د احتمالي وژنې په اړه وغږیږي او ټینګار کوي چې ایران تر اوسه د روانې جګړې په اړه له مسکوه د کوم ملاتړ غوښتنه نه ده کړې.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مخکښو رسنیو له خبریالانو سره د ایران او اسراییل، ناټو او اوکراین د جګړې په اړه خبرې کړې دي.

هغه د امریکا او اسراییل له لوري د ایت‌الله علي خامنه‌یي وژل کېدو ته د غبرګون په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «که اجازه راکړئ، هیله‌من یم دا ستاسو د پوښتنې ترټولو سم ځواب وي، زه حتی نه غواړم د دغه احتمال په اړه بحث وکړم، نه غواړم.»

هغه زیاته کړې: «زه دا ټولې خبرې اورم؛  خو حتی نه غواړم په اړه یې بحث وکړم.»

هغه ویلي چې روسیه په دوامداره توګه له خپلو ایراني شریکانو سره په اړیکه کې ده او دا اړیکه به دوام ومومي.

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې ایران تر اوسه د روانې جګړې په اړه له روسیې د کوم ملاتړ غوښتنه نه ده کړې.

پوتین په خپلو خبرو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره احتمالي لیدنه «ډېره ګټوره» بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ وړمه شپه پر خپله اېکس‌پاڼه ولیکل: «موږ پوهېږو چې په اصطلاح ستر مشر چېرې پټ دی، دی یو اسان هدف دی، خو همالته خوندي دی، موږ یې د اوس لپاره بیرون ته نه راوباسو.»

د ایران مذهبي مشر پرون ویلي چې د دغه هېواد خلک د تحمیل شوې جګړې پر وړاندې کلک ولاړ دي او د امریکا هر ډول پوځي ښکېلتیا به له نه جبرانېدونکې زیان سره مل وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.