Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رویترز: د درېیو اروپايي هېودونو بهرنیو چارو وزیران به له خپل ایراني سیال سره اټومي مذاکرات وکړي

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴): رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني، فرانسې او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیران غواړي له خپل ایراني سیال سره د اټومي انرژۍ په اړه مذاکرات وکړي، خو تهران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز نن (پنج‌شنبه) د یوې ډیپلوماتیکې جرمني سرچینې په حواله راپور ورکړ چې دغه خبرې اترې به سبا (جمعه) د سویس په جینیوا ښار کې وشي.

سرچینې ویلي چې دغه وزیران به لومړی په جینیوا کې د جرمني په دایمي استازولۍ کې د اروپايي اتحادیې له لوړ پوړې ډیپلوماټې کاجا کلاس سره وګوري او وروسته به د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره ګډه ناسته وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول له ایراني چارواکو غوښتي وو څو داسې یوه حل‌لاره پیدا کړي چې د هېواد د اټومي پروګرام په اړه تضمینونه پکې شامل وي.

هغه زیاته کړې وه: «هیڅ‌کله د خبرو اترو مېز ته د راتلو لپاره ناوخته نه ده.»

د یادونې ده چې دغه موضوع پر ایران د اسراییل له پراخو پوځي بریدونو وروسته په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په ترڅ کې مطرح شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.