کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سبا پنجشنبه (د غبرګولي ۲۹مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP