Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي، د والیبال پسرلنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د «کندهاریانو» لوبډلې په اتلولۍ او د «سرکنده» لوبډلې په نایباتلولۍ پای ته ورسېدې.
سمنګان کې یو شمېر بڼوال وایي چې د وروستیو ورښتونو له امله ځینې نباتي ناروغۍ لکه شاټحول او شکرک خپرې شوې او د دوی باغونه یې زیانمن کړي دي.
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د سېلاب او غره ښویېدو له امله د اېبک – مزارشریف لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
سمنګان کې مسوولین وايي چې پر ایبک – مزارشریف لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او د دوو ښځو په ګډون درې نور ټپيان شوي دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پرلهپسې وچکالۍ او د کنځلو دانو له کرلو سره د کروندګرو لېوالتیا کمېدو، په دغه ولایت کې د کنځلو غوړو بیه په بېساري ډول لوړه کړې ده.
سمنګان کې یو شمېر بڼوال چې د انجې بوټي روزلو او کرلو لپاره یې میوهلرونکې ونې وهلې وې، اوس یې د یاد بوټې د شیرې بیې ټیټېدو له امله د باغونو جوړولو په ځانګړې توګه د بادام نیالګیو کېنولو ته لېوالتیا ډېره شوې ده.
ځایي مسوولین وایي چې هلمند او سمنګان ولایتونو کې ۲۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو به تور نیول شوي دي.
سمنګان کې د لاسي صنایعو یوې کارخونې مسووله فاطمه شېرزاد په داسې حال کې چې د خپلو تولیداتو بازار پیکه کېدو ته اندېښمنه ده، له مسوولو بنسټونو غواړي څو له صنعتګرو ښځو ملاتړ وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن