Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل امنیه قومانداني وايي، هغه کس به ژر د قانون منګولو ته وسپاري چې په نظامي جامو کې په زور د یوه ځوان د سر ويښتان کموي او ویډیو یې په خواله رسنیو کې خپره شوې ده.
یو شمېر کابل ښاریان وایي، ځیني موټرچلوونکي – چې ظاهراً د ټکسي په بڼه کار کوي – خلک په دوکه د موټر د مخې سیټ کې کېنوي او غلا ترې کوي، خو پولیس له داسې کړنو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، طبیعي پېښو او د ځینو خلکو لاسوهنو له امله غور کې د جام منار استحکام او تزئیناتو ته زیان اوښتی دی.
د افغانستان بانک چارواکو د م.م له ځانګړي همغږيکووني سره په لیدنه کې یو ځل بیا د هېواد پر بانکي سکټور د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې او له هغه یې غوښتي چې په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه نړۍوالې ټولنې ته واقعي راپور وړاندې کړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې نږدې ۳۱ زره »زیګپ» ټابلیټ ترلاسه کړي او ورسره په تړاو دوه کسان هم نیول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار دشت برچي سیمې د «بهار سراب» مارکېټ پارکینګ کې چاودنه شوې چې له امله یې درې موټر ویجاړ شوي دي.
کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د غزې ښار له شماله د فلسطینیانو جبري بېځایه کېدنه جنګي جنایت بولي او
کابل ولایت مقام د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږۍ په پلازمېنې کابل کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ یوه لویه غونډه جوړوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام د تمریني سیالیو په لړ کې له سویلي افریقا سره د افغانستان ملي لوبډلې تمریني لوبه د اورښت له امله لغوه شوه.
د مسکو فارمټ غونډې ځینو ګډونوالو افغانستان سره د «تعامل او همکارۍ» ژمنې تازه کړې او د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان او سیمه کې د غیرسیمهییز لوبغاړو فعالیتونو ډېرېدو ته اندېښمن دي.
کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د پاکستان بلوچستان ایالات کې یوه جومات ته څېرمه د میلادالبني مراسمو کې د چاودنې له امله ۵۲ کسان وژل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دې وروسته به یوټیوبچلوونکي د دغه وزارت کړنلارې سره سم فعالیت کوي او په خپلو خپرونو کې به اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیسي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن