ژبه

د افغانستان رییس‌الوزراء د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، رییس‌الوزراء د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه او سفیر ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سیاست، اقتصاد او اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د اسلامي امارت رییس‌الوزارء ملامحمدحسن اخند د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په شتون کې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاوشینګ باورلیک د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ویې ویل: «دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د چین سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.»

د سرچینې د څرګندونو له مخې جاوشینګ ویلي چې چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.

هغه وایي: «چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.»

هغه زیاته کړې، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد، امنیت ټینګښت او له فساد، جرایمو او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر پرمختګونه رامنځته شوي دي.

جاوشینګ ویلي: «زه به کوښښ وکړم چې په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.»

دغه راز د خبرپاڼې له مخې، رییس‌الوزراء ملامحمد حسن اخند هیله ښودلې چې د چین نوي سفیر معرفي کېدل به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته د پورته کېدو او د نوي څپرکي پیلامه شي.

هغه د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې بللې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو پورته کېدو هیله هم څرګنده کړې ده.