د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یوه کس ځانوژنه کړې او په سرخ پارسال ولسوالۍ کې یوه نجلۍ وژل شوې ده.
پروان کې د یوه کس مړی موندل شوی، د دغه ولایت پولیس وایي، د کباړ په یوه سرای کې یې چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي او دوه کسان یې له یوه اندازه نشهیي توکو سره نیولي دي.
د پروان امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور کسان ټپيان شوي دي.
د پروان ولایت امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې ۲۱ بندي ماشومانو ته د حرفوي زدهکړو د ټولګیو له جوړېدو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مرستیال وایي، چې نړۍ له جګړې ستړې ده او نور نه غواړي د جنګسالارانو ملاتړ وکړي او یايې تمویل کړي.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د نږدې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پروان ولایت مرکز د چاریکارو ښار د مرکزي څلورلارې د قیراچونې چارې پیل شوې.
پروان کې امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې غلو یو کس په خپل کور کې وژلی دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د چاریکار ښار اړند لغمانیو سیمه کې د یوې ترافيکې پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شول.
د پروان ولایت د مرکز چاریکار په قلعهخواجه سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله د څلور ښځو په ګډون یوولس کسان ټپيان شوي دي.
د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې یې ۱۷ ميله وسلې کشف او ترلاسه کړې او ورسره په تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د پروان په مرکز او بګرام ولسوالۍ کې ځیني کروندګر د اوبو له کمښته شکایت لري او وايي چې سږ کال یې د ځمکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.