ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیس: په درېیو ولایتونو کې دوه ملکي وګړي او اووه طالبان وژل شوي

author avatar
11 Jul 2021 - 16:32
author avatar
11 Jul 2021 - 16:32

چاریکار او ایبک (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): په سمنګان کې یو ملکي وګړی د ماین په چاودنه او په پروان کې یو کس دغلو له خوا وژل شوي، دغه راز د کاپیسا پولیس ادعا کوي چې د تېرې شپې په نښته کې په دغه ولایت کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د سمنګان د مرکز ایبک اړوند د لخکي کلي یوه اوسېدونکي محمد بشیر وویل چې ۶۵ کلن حاجي شېرمحمد د دلخکي کلي اوسېدونکی نن سهار هغه مهال چې له خپل باغه یې پر خره کور ته بادام لېږدول، ماین چاودنه پرې کړې او وژل شوی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منیر رحیمي د دغه کس مړینه تايیدوي او ادعا کوي چې دغه ماین د دولت وسله والو مخالفینو ځای پر ځای کړی و.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وویل چې تېره شپه د نجراب ولسوالۍ دره افغانیه او د تګاب ولسوالۍ په سوېل کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اووه وسله وال طالبان او دوه دولتي سرتېري وژل شوي او پنځه طالبان ټپیان شوي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د سیمې له اوسېدونکو سره خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې، د پروان په مرکز کې وسله والو غلو یو دوکاندار وژلی دی.

د پروان ولایت د ملکي روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالخلیل حیدري وويل چې نن سهار روغتون ته د یوه کس مړی چې مرمۍ پرې لګېدلې دي، ور وړل شوی دی.

د دغه شخص خپلوان وایي چې وژل شوی کس یو دوکاندار و.

د پروان پولیسو دغه پېښه تايید کړه خو ډېر جزئیات یې ور نه کړل.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.