ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: طالبانو درې ولسوالۍ سقوط کړې او یوه بیا دولتي ځواکونو نیولې ده

سرچینې: طالبانو درې ولسوالۍ سقوط کړې او یوه بیا دولتي ځواکونو نیولې ده

author avatar
30 Jun 2021 - 15:56
سرچینې: طالبانو درې ولسوالۍ سقوط کړې او یوه بیا دولتي ځواکونو نیولې ده
author avatar
30 Jun 2021 - 15:56

ایبک (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): ځينې سرچینې وايي چې د سمنګان فیروزنخچیر، د هلمند ګرشک او د بلخ کلدار ولسوالۍ طالبانو نیولې، دغه راز د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې راغلې ده.

فیروزنچیر

د سمنګان فیروزنخچیر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه چې د ولسوالۍ مرکز طالبانو کلابند کړی و چې تېره شپه یې ونیوه، دولتي ځواکونو د دغه ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ ته شاتګ کړی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول منیر رحیمي وویل، دولتي ځواکونه د ملکي او نظامي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د دې ولسوالۍ له مرکزه سوناق سیمې ته چې د فیروز نخچیر په تنګي دهانه کې موقعیت لري، شاتګ کړی او هلته ځای پر ځای شوي دي.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونو د شاتګ پر مهال ټول جنګي تجهیزات او وسایل له ځان سره وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو وروستۍ دوه پوستې تېره شپه طالبانو نیولې او په دې ترتیب یاده ټوله ولسوالي د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د یادونې ده، د سمنګان دره صوف پایین او دره صوف بالا ولسوالۍ هم شاوخوا دوه اوونې مخکې طالبانو نیولې دي.

د هلمند ګرشک ولسوالۍ

ځینې سرچینې وايي چې دولتي ځواکونو تېره شپه د هلمند له ګرشک ولسوالۍ شاتګ کړی او د ولسوالۍ ودانۍ طالبانو نیولې ده.

په هلمند ولایت کې یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته تایید کړه چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ طالبانو نیولې او په دې ولسوالۍ کې مېشت امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په پل رود سیمه کې د ملي اردو یو مرکز هم طالبانو نیولی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ویلي چې ګرشک ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ

د یو بل خبر له مخې، کورنیو چارو وزارت او د بلخ سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ ویلي وو چې د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ یې په بشپړ ډول له طالبانو پاکه کړې ده، خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي چې یاده ولسوالۍ تېره شپه طالبانو نیولې ده.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، دولتي ځواکونو له کلدار ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د جمعیت ګوند د یوې څانګې د مشر عطامحمد نور په مشرۍ په کلدار ولسوالۍ کې عملیات روان وو.

د بلخ ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پروان ولایت شینواري ولسوالۍ You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.