Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه واده د ګډونوالو موټر چپه شوی چې له امله یې لس ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې یو ۱۳ کلن هلک چې د خپلې مور، خور او ورور په وژلو تورن دی، نیولی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پروان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، څرنګه چې جهاد ګډ مسوولیت و، همدا ډول اوسنی اسلامي نظام هم د ټولو ولسونو شریک ټغر دی.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي، د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د توپان او یخک له امله تړل شوې وه، بېرته د کوچنیو موټر پرمخ پرانیستل شوې ده.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دویمې حصې ولسوالي کې د یوه ۷۵ کلن سړي مړی موندل شوی دی.
د پروان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې ۱۹۹۶ اړمنو کورنیو ته خوارکي توکي ووېشل شول.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ کې د کورني خصومت نتیجه کې دوه ښځې په ډزو وژل شوې دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر پر یاده لار تګ راتګ کولای شي.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP