پاراخ (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴): درې سیلانیان، چې له کابل نه پنجشېر ته د تفریح لپاره تللي وو، د دغه ولایت د جنګلک په سیمه کې د سېند اوبو وړي؛ تر اوسه یو تن ژغورل شوی او د دوو نورو د موندنې هڅې روانې دي.
د پنجشېر امنیه قومانداني ویاند حقمل سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن مازيګر مهال رامنځته شوې او تر اوسه (د شپې نږدې نهه نيمې بجې) یو تن ژغورل شوی او د یادو دوو نادرکه شویو کسانو لټون دوام لري.
هغه زیاتوي: “سره له دې چې د پنجشیر امنیه قوماندانۍ له خوا څو ځله د پنجشېر سیند د خطر په اړه خبرتیاوې خپرې شوې، خو بیا هم نن د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ د اولې امنیتي حوزې اړوند د “جنګلک” په سیمه کې درې تنه هېوادوال چې د کابل ولایت څخه پنجشیر ته د تفریح په موخه راغلي وو، د آببازۍ پر مهال د سېند قوي څپو لاندې کړل.”
سعد وايي چې د پنجشیر امنیه قوماندانۍ اړوند کسان سیمې ته رسېدلي او د ورکو شویو کسانو د موندلو جدي پلټنې روانې دي.
دی له ټولو په تېره هغو کسانو غواړي چې سيند کې له لمبېدو ډډه وکړي چې پنجشیر ته د چکر لپاره ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP