Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د لارې د وېش پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګل‌خېل دره‌نامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینه‌وو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې نښتې اصلي لامل د لارې د وېش پر سر اختلاف و چې د امنیتي ځواکونو په مداخلې پای ته رسېدلې ده.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې ښکېل ځیني کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او دوسیې یې د څېړنو لپاره عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.