Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ډاکټرانو یوه ډله د ۱۵ ورځو لپاره د سترګو وړیا درملنې په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو یې هرکلی کړی دی.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ هټۍوالو ته نرخپاڼه جوړه کړې او وېشلې ده خو له پلېکېدو یې څارنه نه کوي چې له امله یې هټۍوال تر اوسه توکي په خپله خوښه بیو پلوري.
سیمهییزې سرچینې په بادغیس ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ او په مزارشریف کې د یوه سړي له خوا د خپلې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي.
په بادغیس کې یو شمېر تحصیلکړي ځوانان وايي، د کار نشتوالي له امله اړ شوي چې په ناقانونه توګه ګاونډيو هېوادونو ته ولاړ شي؛ دوی له اسلامي امارته غواړي چې د کاري فرصتونو برابرول دې په خپلو کاري لومړيتوبونو کې ځای کړي.
د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه ولایت د تاریخي ابداتو بیارغولو باندې پر ټینګار سربېره وایي، تر اوسه یې ۳۰ کسان د تاریخي ابدو د کیندلو په تړاو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي.
قلعهنو (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دوی یوه پولیس د خپلې وسلې په خطايي ډز ژوند له لاسه ورکړی
قلعۀنو (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د بادغیس د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د سختي یخنۍ له امله څلور ماشومان
د بادغیس ځیني اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له بند پاتې کېدو شکایت کوي او د دغه بهیر د بیا پیلېدو غوښتونکي دي، خو مسوولین وايي، تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او د دې ستونزې په هوارېدو سره به د پېژندپاڼو د وېش بهیر بیا پیل شي.
د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر خدماتو نيوکه کوي، وايي چې د خدماتو د ټيټ کيفيت ترڅنګ د انټرنېټي کڅوړو بيې یې هم ډېره لوړې دي، له حکومته غواړي چې د مخابراتي شرکتونو د خدماتو د لوړو بیو مخه ونیسي.
د بادغیس او جوزجان مسوولین په دغو ولایتونو کې د کرونا واکسین د تطبیق د پیلېدو خبر ورکوي او له اوسېدونکو یې غواړي چې د دغې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې ځان واکسین کړي.
په بادغیس کې د ناروغانو ځیني پایوازان داسې مهال د روغتیايي خدمتونو له عرضې، په ځانګړې توګه د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتونه شکایت کوي چې مسوولین دغه ادعا په کله ردوي.
د بادغیس ولایت اوسېدونکي داسې مهال مستحقینو ته د مرستو پر نه رسېدو نیوکه کوي چې په دې وروستیو کې د مرستندویه ادارو پام خلکو ته ډېر شوی او هره ورځ نغدي او غیر نغدي مرستې پرې وېشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP